IQNA

د طوفان له امله  په ترکیې کې د یوه جومات میناره څرنګه نسکوره شوه(فیلم)

16:36 - April 22, 2024
د خبر لمبر: 3489088
ایکنا -  یوه ډير زورور  طوفان  د ترکیې په چانقری ولایت کې د یوه جومات میناره نسکوره  کړه او دغې سیمې  ګاډو او نورو ځایونو ته ئې مادی تاوانونه واړول.

ایکنانیوز د عربی ۲۱له قوله راپور راکړ، د ترکیې  د انقرې په ختیځ کې  په چانقری ولایت کې  یوه سخت طوفان او  بادو باران له امله د یوه جومات میناره نسکوره شوه چې د شاوخوا سیمې د اوسیدونکو ځایونو او ګاډو ته ئې  یولړ تاوانونه واړول.

ددغې پيښې ویډیوئي کلیپ  چې په ټولنیزو چینلونو کې ئې پراخ انعکاس درلودلی ، په چانقري ولایت کې د بادملیک جومات د مینارې دنسکوریدا شیبې ښئ. د ترکیې دغه ولایت ، پرون له سخت باد او باران او طوفان سره مخ ؤ چې په دغه درست ولایت کې ئې ډير تاوانونه اړولي دي.

ځاي خبري سرچینو  راپور ورکړی، چې د مینارې  د نسکوریدا له امله  چا ته کوم ځاني تاوان نه دی رسیدلی ،البته شاوخوا ځينو ودانیو او  ولاړو ګاډو ته ئې  تاوانونه اړولي دي.

د سیمې چارواکو د جوماتونو د شاوخوا له اوسیدونکو غوښتي چې  ددغه ځای  دنورو مینارو د نسکوریدا دخطرې په دلیل دې سیمه خالی کړي او دغه راز ئې د وَنو ، د بریښنائي لاینونو د ستنو  او د ټریفیک د نښو د بورډونو د غورځيدا  د احتمال په باب ئې هم خبرداری ورکړی دی.

د ترکیې ، متحده عربی اماراتو،  و د پاکستان د ځينو جنوبی سیمو پشمول  د جنوب لویدیځي آسیا  او لویدیځي سیمې د آب و هوا د بدلون په دلیل ،  په وروستیو څو ورځو کې ورښتونه  او  طوفانونه ډير زیات شوي  او ډير زیات تاوانونه ئې اړولي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4211600

captcha